Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د کابل پوهنتون لیلیه کې ځیني محصلین مسموم نه، بلکې د بې‌احتیاطۍ له امله ناروغان شوي وو»

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د کابل پوهنتون په لیلیه کې تر پنځوسو محصلینو ته په خوړو کې د بې‌احتیاطۍ له امله ناروغي پیدا شوې وه چې درملنه یې وشوه، خو د مسموم کېدو اثار په کې نه دي پیدا شوي.

تېره ورځ ځینو رسنیو خبر خپور کړی و چې د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې یو شمېر نجونې مسمومې شوې دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي نن (د تلې ۱۱مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې ځینو رسنيو خبر ورکړی چې ګواکې د‌ کابل پوهنتون په ليليه کې يو شمېر محصلين مسموم شوي، هیڅ حقيقت نه لري.

دی وايي: «د‌ کابل پوهنتون په ليليه کې ټول ۱۵۰۰ محصلين مېشت دي چې وړمه شپه په خوراک کې د بې‌احتیاطۍ له امله تر ۵۰ تنو پوري محصلينو ته ناروغي پېښه شوې وه.»

سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړې چې د پوهنتون د ادارې او د عامې روغتیا وزارت یوه پلاوي له خوا د ناروغانو پر وخت درملنه شوې او د مسموم کېدو هیڅ اثار په کې نه دي پیدا شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.