[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د کابل والي شیخ ندا محمد ندیم د لوړو زدهکړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
مجاهد د شپې ناوخته پخپل ټویټر کې لیکلي: «د امیرالمؤمنین د فرمان پر اساس د کابل ولایت مخکنی والي شیخ ندا محمد ندیم د لوړو زدهکړو وزارت د سرپرست په حیث وټاکل شو.»
د یادونې ده، نوموړي تر دې مخکې د ننګرهار والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
مجاهد د لوړو زدهکړو د پخواني وزیر عبدالباقي حقاني د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار پوهنتون څو ورځې مخکې عبدالباقي حقاني ته د دوکتورا افتخاري سند ورکړی و.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP