ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندوستان: غواړو دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړو

هندوستان: غواړو دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړو

author avatar
18 Oct 2022 - 02:54
هندوستان: غواړو دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړو
author avatar
18 Oct 2022 - 02:54

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۱): د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جی شنکر وایي، هېواد یې غواړي چې په دغه سخت وخت کې له افغانانو سره مرستې وکړي.

هندي رسنیو خبر ورکړی چې نوموړي دا څرګندونې پرون د دغه هېواد په ګجرات ښار کې «په نړۍوالو چارو کې د هندوستان رول» تر عنوان لاندې یوې ناستې ته د وینا پرمهال کړې دي.

شنکر زیاته کړې چې هندوستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ملي پخلاینې او سولې پروسې ملاتړ کوي، څو په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.

هغه وایي، په افغانستان کې تراژیدي رامنځته کېږي، خو هندوستان دا نه شي معلومولی چې هلته څه پېښېږي، دا باید پخپله افغانان معلوم کړي چې په هېواد کې یې څه روان دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي: «کوم څه چې اوسمهال هندوستان کولی شي، هغه په دغو سختو شرایطو کې له افغانانو مرستې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو پرون خبر ورکړی چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان مرستو او په ځانګړې توګه خوړو ته اړتیا لري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی غواړي له خپلو ګاونډیانو سره له نږدې کار وکړي او اوس ګوري چې ګاونډیان څه غواړي.

[/restrict]

Views: 242

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.