ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ: تېرو شلو کلونو کې پوهنتونونه، مدرسې، جوماتونه او نور علمي بنسټونه وران یا زیانمن شوي

ارګ: تېرو شلو کلونو کې پوهنتونونه، مدرسې، جوماتونه او نور علمي بنسټونه وران یا زیانمن شوي

author avatar
22 Oct 2022 - 22:10
ارګ: تېرو شلو کلونو کې پوهنتونونه، مدرسې، جوماتونه او نور علمي بنسټونه وران یا زیانمن شوي
author avatar
22 Oct 2022 - 22:10

اټلانټا (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس وایي، په تېرو شلو کلونو کې پوهنتونونه، مدرسې، جوماتونه او نور علمي او څېړنیز بنسټونه وران شوي یا یې زیان لیدلی او منفي ذهنیت پکې ترویج شوی دی.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د ریاست الوزراء د لوړ مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو ټولنې له غړو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د اسلامي امارت او لوړو زده‌کړو مؤسسو ترمنځ د لازیاتو علمي او همغږۍ غونډو پر جوړولو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، ښوونیز او د لوړو زده‌کړو مرکزونه د یوې ټولنې د ملا تیر جوړوي، همدا بنسټونه دي چې د ټولنې په پرمختګ، ترقۍ او وړتیا لوړولو کې پیاوړی رول ترسره کوي، د هېواد د پوهنتونونو او علمي او اکاډمیکې ټولنې مسوولیت دا دی چې په پاک نیت او کلک هوډ ټولنې ته خدمت وکړي.

د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتژیکو اړیکو مرستیال مولوي احمدالله متقي وویل، پوهان، متخصصین او د فن خاوندان د هېواد په ابادۍ، هوساینه او پرمختګ کې کلیدي رول لري او بشري قوه ټولنې ته وړاندې کوي. که چېرې کادرونه په سم ډول وروزل شي، هېواد پرمختګ کوي.

هغه ټینګار وکړ، د لوړو زده‌کړو خصوصي سکتور د ټولنې مهمه برخه ده او اسلامي امارت پرمختګ او پیاوړتیا ته یې ژمن دی.

متقي دې ته په اشاري چې تېرې ادارې نه یوازې لوړو زده‌کړو ته پاملرنه ونه کړه، بلکې د دغه سکتور پر وړاندې یې زیات خنډونه رامنځته کړل، وویل: «اوس مو چې خپلواکي ترلاسه او د پردیو له فرهنګي تېري نه خلاص شو، بناً د نوي نسل فکري او علمي روزنې ته به لا زیاته پاملرنه وشي.»

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په خپلو خبرو کې د انګریزانو، شوروي پوځونو او په تېرو شلو کلونو کې د تېري یادونه وکړه او هغه یې د نظام په بېلابېلو برخو کې د بدمرغۍ او فساد بنسټیزه کېدو لامل وبلل.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان د دیني او عصري علومو په برخه کې د سید جمال‌الدین افغان، ابو علي سینا بلخي او ابونصر فارابي په څېر علما او پوهان درلودل او اوس هم زیات علمي کادرونه لري چې د هغوی د هڅو او خدمتونو ستاینه کوي.

هغه زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې پوهنتونونه، مدرسې، جوماتونه او نور علمي او څېړنیز بنسټونه وران شوي یا یې زیان لیدلی، منفي ذهنیت ترویج شوی او اسلامي ارزښتونه له پامه غورځول شوي دي.

ډاکټر عبدالواسع د هېواد له علمي کادرونو وغوښتل چې اسلامي او فرهنګي ارزښتونو ته په پام د راتلونکي نسل ذهنیت جوړولو په برخه کې هڅې وکړي او د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده‌کړو مؤسسو ټولنې له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په کتبي ډول اړوندو مسوولینو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر جمهوري نظام کې د لسګونو دولتي پوهنتونونو ترڅنګ، تر سلو زیات خصوصي پوهنتونونو فعالیت درلود چې اوس یې یو شمېر تړل شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.