ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د علماوو یوې غونډې د ناوړه دودونو او ناروا کړنو پر مخنیوي ټینګار وکړ

اروزګان کې د علماوو یوې غونډې د ناوړه دودونو او ناروا کړنو پر مخنیوي ټینګار وکړ

author avatar
29 Oct 2022 - 14:55
اروزګان کې د علماوو یوې غونډې د ناوړه دودونو او ناروا کړنو پر مخنیوي ټینګار وکړ
author avatar
29 Oct 2022 - 14:55

ترینکوټ (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۱): په اروزګان کې د علماوو په یوه غونډه کې د ناوړه دودونو او ناروا کړنو پر مخنیوي ټینګار وشو او پر خلکو غږ وشو چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

غونډه د دغه ولایت د حج او اوقافو په ریاست کې جوړه شوې وه چې لسګونو عالمانو او ملا امامانو په کې گډون کړی وو.

دیني عالم مفتي عبدالله رباني دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، دیني عالمان دې د ممبرونو له لارې خلکو ته د هغو ناوړه دودونو او ناروا کړنو د مخنیوي په موخه وعظ او نصیحت وکړي چې د ولس او «امارت» تر منځ د واټن لامل کېږي.

هغه زیاته کړه، که څه هم د نوي نظام په راتګ سره په ټولنه کې «ناوړه دودونه، ناروا کړنې او منکرات» ۹۰ سلنه کم شوي، خو د پاتې ۱۰ سلنه کمېدو لپاره باید ټول لاسونه یو کړي.

بل دیني عالم مولوي رحیم الله وویل، د یوې ښې ټولنې په جوړولو کې عالمان لوی مسوولیت لري.

هغه زیاته کړه، هغه کړنې او دودونه چې پردی فرهنګ رواجوي او د منکراتو لامل کېږي، باید ترې ډډه وشي.

هغه له ځايي مسوولینو په دې برخه کې د علماوو ملاتړ وغوښت.

د اروزګان د ارشاد، حج او اوقاف رییس مولوي عطاءالله خادم وویل، دیني عالمان حق لري، د هغو کړنو پر وړاندې مبارزه وکړي چې د اسلامي او شرعي اصولو خلاف بلل کېږي.

هغه زیاته کړه: «خلکو ته اسلامي روحیه ورکول، د اسلامي نظام د بقا لامل کېږي، هغه نظامونه چې په نظامي او مالي ځواک راغلي وو او اسلامي روحیه یې نه لرله، یو په بل پسې ونړېدل.»

ده له علماوو وغوښتل چې د منکراتو او ناوړه دودونو د مخنیوي تر څنګ دې خلک د «اسلامي امارت» ملاتړ ته راوبولي.

د یادونې ده چې په دغه ولایت کې له دې مخکې هم ورته غونډې جوړې شوې چې تر ډېره یې محتوا له اوسني نظام څخه د خلکو د ملاتړ پر خپلولو ور ټوله وه.

Views: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.