Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حکومت کابل ښار کې د ډبرو‌ سکرو پلور ته ۳۶ ځایونه ځانګړي کوي

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۱): د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، په کابل ښار کې ډبرو سکرو ته د خلکو لاسرسي لپاره ۳۶ پرچون پلورنځي ځانګړي کېږي چې ځایونه به یې وروسته په ډاګه شي.

د ښاروالۍ له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښاروالۍ په پوره همغږۍ سره په بازارونو کې د ډبرو سکرو له بیو او د احتکار مخنیوي په موخه دوامداره څارنه کوي، څو خلک وکولای شي خپل د اړتیا وړ د ډبرو سکاره پر ټاکلي بیه ترلاسه کړي.

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د ډبرو سکرو یاد شمېر پلورنځي به د کابل ښار د ناحیو نفوس ته په کتو پرانیستل شي څو خلک وکولای شي په اسانه او ټیټه بیه سکاره ترلاسه کړي.

بلخوا د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس قاري واسع پژواک ته وویل چې اوس د دغو پلورنځیو یوازې شمېر مشخص شوی او د ځایونو په اړه به یې معلومات وروسته شریک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د لړم په اوومه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د ریاست‌الوزراء د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د ژمي په رارسېدو سره د سون توکو بیو ټیتولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي وو، یادې کمېټې پرېکړه کړې، د کابل ښار په څلورو سیمو کې ۴۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای شي او خلکو ته به یو ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.