ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې لسګونه چاپي رسنۍ فعالې وې خو اوس ټولې بندې شوې دي

غزني کې لسګونه چاپي رسنۍ فعالې وې خو اوس ټولې بندې شوې دي

غزني (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): د غزني لیکوال، فرهنګیان او د مطالعې مینه‌وال وايي، په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې له ۴۰ ډېرې ورځپاڼې، اوونیزې، مجلې او رسالې خپرېدلې خو اوس د «سنايي» په نوم له دولتي اوونیزې پرته نورې ټولې سقوط شوې دي.

لونګ، ناور، ولوله، کنډو، مرڅله، زمزمه، حیات نوین، جهان ملکه، ندای غزنه، جوانان امروز، صدای جوان، پیام جوان، پیام خاتم، غزنه، غزني، غزنوي، البېروني، مهر، نیستان، استازی او ګڼې نورې هغه ورځپاڼې، اوونیزې او مجلې وې چې چاپېدې او تر لوستونکو رسېدې، خو اوس له فعالیته لوېدلې دي.

غزني مېشتي لیکوال او فرهنګیان د دغو چاپي رسنیو د بندېدو بېلابېل لاملونه یادوي.

د «غږ» په نوم یوې پخوانۍ مجلې مسوول مدیر مرتضی وردګ پژواک خبري اژانس ته وویل، د مالي ملاتړ نشتوالی او مطالعې ته نه لېوالتیا هغه دوه لاملونه دي چې د چاپي رسنیو د سقوط سبب شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دغه ولایت د چاپي مطبوعاتو له منځه غږ هغه مجله وه چې په تېرو کلونو کې د زرګونو په تېراژ په منظمه توګه خپره شوې، خو د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله بنده شوې ده.

دی وايي، که مالي ملاتړ ومومي نو چمتو دی چې دا مجله بیا پیل او تر لوستونکو ورسوي.

د ناور په نوم د یوې بلې سقوط شوې مجلې چلوونکی عبدالمجید ژړاند بیا وايي چې د چاپي رسنیو د بندېدو یو لامل دا هم دی چې خلک پر ورځپاڼې، اوونیزې، مجلې او کتاب پیسې نه ورکوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، که د مطالعې فرهنګ دودولو لپاره کار شوی وای او خلکو چاپي رسنۍ په بیه اخیستلای، نو ښايي دغه بهیر پایېدلی وای.

دی وايي، په نورو ټولنو کې د چاپي رسنیو د دوام او پایښت راز دا دی چې خلک یې په بیه اخلي او مطالعې ته د یوې جدي اړتیا په سترګه ګوري.

د غزني ښار اوسېدونکې او د یوه خصوصي پوهنتون محصله حمیرا د چاپي رسنیو له هغو مینه‌والو ده چې وايي، د دغه بهیر درېدا زړه‌ماتې کړې ده.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل، په غزني کې چاپېدونکې ټولې ورځپاڼې، اوونیزې او مجلې یې اخیستې او لوستلې، خو له بده‌مرغه چې اوس له ټولو بې برخې شوې ده.

هغې زیاته کړه: «پخوا په غزني کې د غږ، ناور، لونګ، کنډو او نورو نومونو اوونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ چاپېدې، په مطالعې یې روږدې شوې ومه خو اوس ټولې بندې شوې دي.»

د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد محمد مصطفی وايي، په ټوله کې له رسنیو د حکومت کمزوری ملاتړ، د مطالعې فرهنګ نشتوالی او په خپله د چاپي رسنیو له لوري په ټولنه کې د ځان د اثبات کمزوری پلان د دغو رسنیو د له منځه تلو لاملونه دي.

دی وايي، د ټولنې د وګړو د فکري ودې، ویښتیا او د اذهانو تنویر لپاره چاپي رسنیو ته جدي اړتیا ده او شته وضعیت له ناورینه کم نه دی.

خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا نثار احمد غزنوي بیا وايي چې د چاپي رسنیو چلوونکو پرته له دې چې په دې برخه کې کافي تجربه او یا د رسنیو د پایښت لپاره پلان ولري، پر دغه کار پیل کړی و.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل:«د سالم مدیریت نشتوالی، پروژوي حرکتونه، د اوږدمهالو اقتصادي او مالي منابعو نشتون، له مطالعې سره د خلکو کمه مینه، د سودا کچې ټیټوالی، د رسنیو کمزورې بازارموندنه او ټیټ کیفیت هغه لوی عوامل دي چې له کبله یې چاپي رسنۍ سقوط شوې دي.»

د غزنوي په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امکانات په لاس کې نه لري چې له اقتصادي اړخه د رسنیو ملا وتړي، خو له کیفي پلوه یې د هغوی د ښه چوپړ په موخه بېلابېل ورکشاپونه او سمینارونه جوړ کړي دي.

یاده دي وي چې له غزني په تېرو کلونو کې په خپرېدونکو رسالو، مجلو، جریدو، اوونیزو او ورځپاڼو کې سیاسي، ادبي، کلتوري، اسلامي، ټولنیز او نور مطالب خپرېدل.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.