Language

اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۷۵ میلیون یورو مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): اروپايي ټولنې د «جي‌ شل» هېوادونو په غونډه کې ویلي چې ۱۵ هېوادونو ته یې د خوراکي توکو رسولو لپاره ۲۱۰ میلیون یورو ځانګړې کړې او له دې پیسو به ۷۵ میلیونه افغانستان ته ورکړي.

جي ‌شل (G20) د شلو هېوادونو هغه بین‌الحکومتي فورم دی چې له ۱۹ هېوادونو او اروپایي اتحادیې څخه جوړ دی او  نړۍوال اقتصاد پورې اړوند مسایلو لکه نړۍوال مالي ثبات، د اقلیم بدلون کمول او دوامداره پراختیا ته د رسېدو لپاره کار کوي.

اروپايي ټولنې تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اندونیزیا په بالي کې د جي شل هېوادونو په جوړه شوې غونډه کې یې اعلان کړی چې د نړۍ په کچه د خوراکي توکو کمښت اغېزې ډېرې شوې او له همدې امله یې یاده مرسته ځانګړې کړې ده.

سرچینې لیکلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره د مقابلې لپاره له یادې مرستې ۷۵ میلیون یورو د دغه هېواد لپاره ځانګړې شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي تولنې د اعلان شوې مرستې پاتې پیسې به له مالي، نایجریا، چاد، جنوبي سوډان، ایتوپیا، سومالیا، یمن، سوریې، لبنان، وینزویلا، کولمبیا، اکوادور او پیرو سره مرسته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام د راپورونو له مخې، په افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.