کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام کې د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده.
د دغه بانک ویاند حسیبالله نوري نن (د لېندۍ اتمه) رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې افغانستان ته د مرستهکوونکو هېوادونو د بشري مرستو یاده کڅوړه یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
دی وايي، د افغانستان بانک هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستایي او دغه بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د هرکلي ترڅنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې ترسره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP