منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۰ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د بشري مرستو په لړ کې نن بیا کابل ته ۴۰ میلیون امریکايي ډالر راورسېدل

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۸ کتنې

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام کې د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده.

د دغه بانک ویاند حسیب‌الله نوري نن (د لېندۍ اتمه) رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې افغانستان ته د مرسته‌کوونکو هېوادونو د بشري مرستو یاده کڅوړه  یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

دی وايي، د افغانستان بانک هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستایي او دغه بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د هرکلي ترڅنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې ترسره شي.

د روان کال د لړم په ۲۱مه، د پژواک د خپاره شوي راپور له مخې، له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو په ۴۵ کڅوړو کې څه باندې یونیم میلیارد امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.

د افغانستان بانک وایي، دغه بشري مرستې د امریکا متحده ایالتونه، اروپا او نور هېوادونه کوي او د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې دغه مرستې د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ډېر مثبت اغېز لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما)، د تېرې تلې میاشتې په ۱۲مه ویلي وو چې دغه سازمان په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد امریکایي ډالر افغانستان ته راوړي څو له میلیونونو افغانانو سره- چې بشري مرستو ته اړ دي- د ژوند ژغورنې مرستې وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد