کابل (پژواک، ۹ لیندۍ ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د دې ترڅنګ چې وايي، رسنۍ دې خپلې خپرونې داسې عیار کړي چې هم د هېواد او هم د نظام او هېوادوالو په ګټه وي، له رسنيو وغوښتل د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق خپاره کړي.
د باختر اژانس د راپور په حواله، نوموړي دغه خبرې نن (چهارشنبه) کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دولتي او خصوصي رسنیو له مسوولینو سره په جوړه شوې مشورتي او د همغږۍ غونډه کې وکړې.
سرپرست وزير ملا خیر الله خیرخواه وویل، د رسنیو مسوولین باید اسلامي ارزښتونه، افغاني عنعنات او ملي ګټې په پام کې ونیسي، د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق خپاره کړي.
هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د رسینو پر وړاندې د ستونزو د حل لپاره د دغه وزارت هڅې روانې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل: «موږ په هېڅ صورت له رسنیو سره تصادم نه غواړو او هڅې کوو چې د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ له ادرسه حل کړو.»
هغه رسنۍ د دولت او ولس ترمنځ ارتباطي پل وباله او د رسنیو له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د نظام لاسته راوړنې ولس ته او د ولس ستونزې د نظام مسوولینو ته ورسوي؛ په خپلو خپرونو کې دې اسلامي ارزښتونه، افغاني دودونه او ملي ګټې په پام کې ونیسي او خپل فکر او قلم دې د هېواد او هېوادوالو په ګټه وکاروي.
د غونډې په بهیر کې د رسنیو یو شمېر مسوولینو او ژورنالیستانو هم خپل وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې د حل غوښتنه وکړه.
هغوی په خپلو خبرو کې د رسنیو او اسلامي امارت ترمنځ پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د رسینو پر وړاندې ډېرې ستونزې حل شوې، خو د پاتې ستونزو د حل لپاره باید په ګډه کار وشي.
د رسنیو مسوولینو او خبریالانو ژمنه وکړه چې په هېواد کې پاتې کېږي او د هېوادوالو او ملي ګټو لپاره کار کوي.
د باختر اطلاعاتي اژانس رئیس عبدالواحد ریان د دغه خبري اژانس د مهمو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او له خصوصي رسنیو څخه یې وغوښتل چې د دغه اژانس چې یوه دولتي او موثقه سرچینه ده، له کره خبرونو، رپوټونو، مرکو او نورو خپرونو څخه ګټه واخلي.
د ده په وینا، باختر آژانس له نن څخه (۸۳) کاله وړاندې تاسیس شوی او اوسمهال په درېيو ملي ژبو (پښتو، دري او ازبیکي) او څلورو نړیوالو ژبو(عربي، انګلیسي، روسي او اردو) نشرات کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د رسنیو د مسوولینو غوښتنو او ستونزو ته پام کې نیولو سره، وویل: د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې په هېواد کې رسنۍ پياوړې او فعاليتونونه يې مسلکي او معياري شي.
مجاهد پر رسنیو غږ وکړ چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره دې کار وکړي.
هغه د رسنیو پر وړاندې ځینې پرتې ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو د اقتصادي او نورو ستونزو د حل لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP