مهترلام (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د لغمان په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځيو د ودانیو د ترمیم او احاطې دېوالونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي شاهجهان ساجد پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوونې او روزنې نړۍوالې موسسېsida) ) په مالي لګښت د الیشنګ ولسوالۍ د نجیل کلا د هلکانو او د الینګار ولسوالۍ د ټکې کلا د نجونو ښوونځيو د ودانۍ د ترمیم او ۹۰۰ متره اوږد دېوال د جوړېدو کارونه نن بشپړ شول.
ده زیاته کړه چې دغه کارونه اته میاشتې مخکې پيل شوي وو.
د یادو سیمو خلک د دغو پروژو پر بشپړېدو خوښ دي، خو له حکومته غواړي چې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
د الینګار ولسوالۍ اړوند د ټکې کلا سیمې یوه قومي مشر معلم محمد اکرم پژواک خبري اژانس ته وویل: «د یاد ښوونځي د احاطې دېوال په جوړېدو سره ښځینه زدهکونکې په پرده کې شوې.»
ده وویل، په یاده ولسوالۍ کې ډېر نور ښوونځي هم ودانۍ نه لري او له حکومته يې وغوښتل چې یادو ښوونځيو ته دې هم ودانۍ جوړې کړي.
د الیشنګ ولسوالۍ د نجیل کلا اوسېدونکي محمد داوود هم وویل: «پخوا به په یاد ښوونځي باندې له هرې خوا لاره جوړه وه، خو نن یې د احاطې دېوال په جوړېدو سره زدهکوونکي په امن کې شول.»
د یادونې ده، په هېواد کې د تېرې څه باندې څلور لسیزې جګړې له امله د پوهنې برخه هم سخته زیانمنه شوې او د ډېری ښوونيزو مرکزونو ودانۍ تخريب او یا له منځه تللې دي چې بېرته رغول يې ډېر وخت او لګښت ته اړتيا لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن