کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره لیدنه کې ویلي، افغانستان او ایران باید له شته ګډو فرصتونو څخه مثبته ګټه واخلي او ایراني لوري هم ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره روښانه اقتصادي اړیکې او تعاملات ولري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر حسین مرتضوي، ډیپلوماتانو او د ګڼو ایراني دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو او استازو وکتل.
سرچینې لیکلي، په دغه ناسته کې متقي د افغانستان اوسنی وضعیت او له نوي حکومت سره راغلي تحولات ورته تشریح کړل او د رسنیو له استازو یې وغوښتل چې د افغانستان واقعي انځور خپل ولس او نړۍ ته وړاندې کړي.
متقي ویلي، افغانستان او ایران نه یوازي ګاوڼدي هېوادونه دي، بلکې ګڼ دیني، مذهبي او کلتوري مشترکات هم سره لري چي له دغو فرصتونو څخه باید د دواړو هېوادونو په اقتصادي، ټرانیزیټي، کرنیز او ټولنیزو چارو کې مثبته ګټه واخیستل شي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د متقي له قوله راغلي: «لکه څرنګه چې افغانستان د اسیا د زړه حیثت لري، نو دلته ثبات، امنیت او اقتصادي وده د ټولې سیمې په ګټه ده.»
په خبرپاڼه کې راغلي: «هغه (متقي) وروسته له لسیزو په افغانستان کې د اسلامي امارت بشپړ حاکمیت د یوه مرکزي نظام په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه چې په ټول هېواد کي پر یوه کلي هم بله داسې ډله چې مخالفه وي کنټرول نه لري.»
سرچینې لیکلي، په افغانستان کې د ایران مرستیال سفر حسین مرتضوي په افغانستان کې اوسنی وضعیت مثبت یاد کړ او زیاته یې کړه چې د رسنیو د استازو راتګ دلته په همدې موخه و تر څو حالت له نږدې وګوري او په مطبوعاتي ډګر کې انعکاس ورکړي.
ده ویلي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره روښانه اقتصادي اړیکې او تعاملات ولري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن