افغان او ایراني چارواکو له شته ګډو فرصتونو پر مثبتې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره لیدنه کې ویلي، افغانستان او ایران باید له شته ګډو فرصتونو څخه مثبته ګټه واخلي او ایراني لوري هم ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره روښانه اقتصادي اړیکې او تعاملات ولري.


