Language

د اروزګان والي: ټول دولتي مسوولین له رسنیو سره پر همکارۍ مکلف دي

ترینکوټ (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د اروزګان والي وايي، د ملکي او نظامي ادارو ټول مسوولین مکلف دي چې د خپلو چارو اړوند معلومات له رسنیو سره پر وخت شریک کړي.

مولوي محمد علي جان احمد دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د ملکي او نظامي ادارو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ په موخه، د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

والي د ملکي او نظامي ادارو مسوولین مخاطب کړل او ویې ویل: «ټول مسوولین- که د محاکمو او استخباراتو هم وي - هغه لاسته‌راوړنې چې ډېرې محرمې نه وي، باید له رسنیو سره شریکې کړي.»

هغه زیاته کړه، دا لارښوونه د «مشرتابه» له خوا شوې چې په عملي کولو کې یې ټول مسوولیت لري.

login or register a new account.