Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: اسلام‌اباد کې د کډوالو اتشه دې سند کې د افغان بندیانو ستونزې وڅېړې، مرستې دې ورسره وکړي

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د کډوالو اتشې ته ویلي چې که په پاکستان کې د افغان بندیانو د بند موده پوره وي، خو د نغدي جریمې او یا کرایې نه لرلو له امله بند پاتې وي، سملاسي دې د جریمې پیسې ادا او د ټرانسپورټ زمینه دې ورته برابره کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د ياد وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني په اسلام‌اباد کې د کډوالو اتشې ته لارښونه کړې چې سند ایالت ته ولاړ شي او د هغو راپورونو په اړه کره څېړنه وکړي چې په دې وروستیو کې د افغان بندیانو په اړه خپاره شوي دي.

حقاني ويلي: «که حقیقت ولري چې د ځینو بندیانو د بند موده پوره ده، خو د نغدي جریمې او یا د کرایې د نشتون له امله بند پاتې دي، اتشه دې سمدلاسه د جریمې پیسې ادا کړي او د ترانسپورت زمینه دې ورته برابره کړي او کوم بندیان چې نورو لومړنیو مرستو، تداوي، یا البسې وغیره ته اړتیا لري هم دې اړتیاوې ورپوره کړي.»

تردې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان سفارت ويلي و چې هېواد ته د هغو افغان بندیانو د بېرته ستنېدو لګښت پر غاړه اخلي چې د پاکستان د کراچۍ له زندانونو څخه خوشي کېږي.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه افغان چې د افغان بندیانو خوشي کولو لپاره هلې‌ځلې کوي، مخکي پژواک اژانس ته ویلي و چې د پاکستان د سند ايالت محکمې د شاوخوا درې سوه افغان بندیانو د خوشي کولو حکم کړى، خو لاهم په زندان کې دي؛ ځکه چې افغانستان ته د تللو لپاره کرايه نه لري.

هغه ویلي و چې دا د افغانستان د کونسلګرۍ یا سفارت مسوولیت دی څو هغوى ته موټر ونیسي او افغانستان ته يې ولېږدوي.

څو ورځې مخکې (د مرغومي ۹مه) اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د پاکستاني پولیسو او چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې د دغه هېواد په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

تر دې مخکې (د مرغومي ۸مه) په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خپله ټویټرپاڼه کې ليکلي و: «په اسلام‌آباد کې د ا.ا.ا سفارت او افغان جنرل قونسلګریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لا هم په پاکستان، په ځانګړي ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له زندانونو څخه نه دي خوشي شوي.»

سرچينې ویلي و چې په پاکستان کې د مېشتو او مسافرو افغانانو، په تېره بیا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه، خورا دردونکې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.