منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

افغان بندیانو

۹ راپورونه

راپورونه

غړي

متقي له ایرانه د افغان بندیانو په انتقال کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو کوربه‌توب له امله له ایرانه د مننې کولو ترڅنګ ویلي چې دغه هېواد دې د افغان بندیانو په انتقال کې هراړخیزه همکاري وکړي.

غړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له اختر مخکې د افغان بندیانو د خلاصون ډاډ ورکړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل پاکستاني سیال څخه غوښتي چې د کوچني اختر له را رسېدو مخکې د دغه هېواد په زندانونو کې پاتې افغان بندیان ازاد کړي؛ بلخوا پاکستاني لوري بیا د بندیانو د خوشي کېدو ډاډ ورکړی دی.

غړي

لوی څارنوال: ایران کې د پاتې افغان بندیانو د دوسیو څېړلو لړۍ باید دوام وکړي

د هېواد لوی څارنوال په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره په لیدنه کې د افغان بندیانو په خوشي کولو کې د ایران د هڅو هرکلی کړی او په دغه هېواد کې یې د پاتې افغان بندیانو د دوسیو څېړلو د دوام او هېواد ته یې د بېرته راګرځولو غوښتنه کړې ده.

غړي

چین کې افغان سفیر له چیني چارواکو په دغه هېواد کې د افغان بندیانو د ستونزو هواري غوښتنه کړې

په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست د دغه هېواد د ګانسو ولایت په لانجو زندان کې له افغان بندیانو سره لیدلي او له اړوند چینایي چارواکو یې غوښتي چې هلته د افغان زندانیانو ستونزې حل کړي.

غړي

حقاني: اسلام‌اباد کې د کډوالو اتشه دې سند کې د افغان بندیانو ستونزې وڅېړې، مرستې دې ورسره وکړي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د کډوالو اتشې ته ویلي چې که په پاکستان کې د افغان بندیانو د بند موده پوره وي، خو د نغدي جریمې او یا کرایې نه لرلو له امله بند پاتې وي، سملاسي دې د جریمې پیسې ادا او د ټرانسپورټ زمینه دې ورته برابره کړي.