کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د هواپېژندنې ریاست په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې له سېلابونو راوتلو سره د سختې واورې او باران ورېدو اټکل کړی دی.
د یاد ریاست د اعلامیې پر اساس، نن او سبا (د مرغومي ۱۷ او ۱۸مه) په پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، غزني، بامیان، غور، دایکنډی، اروزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه او بدخشان ولایتونو کې د شدېدې واورې او باران ورېدو احتمال شته دی.
د هواپېژندنې رياست په وینا، په یادو ولايتونو کې د واورې اندازه له ٢٠ تر ٣٥ سانتيمترو او د باران اندازه د ١٥ او ٢٥ مليمترو په کچه اټکل شوې ده.
یاد ریاست په داسې حال کې په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو خبر ورکوي چې په تېرو ورځو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د سالنګ او غور ولایت په ګډون، ځینو سیمو کې مواصلاتي لارې په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې.
Views: 212
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن