[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان اسلامي امارت وایي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا، واورو او اورلګېدنو له امله د مړو شوو کسانو شمېر له سلو اوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د هېواد مرکزي، ځیني شمالي او شماللویدیځ ولایتونه د سړې هوا تر سختې څپې لاندې دي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
تر دې مخکې د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، ولایتي مسوولینو ویلي وو چې تر اوسه ۸۸ کسان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
خو اوس د بيبيسي د خبر پر اساس، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیعالله رحیمي ویلي: «له بدهمرغه د هوا سړېدو، سېلابونو، اورلګېدنې او د ګازنیونې له امله د مرغومي له ۲۰مې تر اوسه، په تخار، بدخشان، نیمروز، کندهار، لغمان، غزني، اروزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، پکتیکا، بلخ، سمنګان، بامیان او هرات ولایتونو کې ۱۰۴ کسان شهیدان، ۵۰ استوګنځي په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او نږدې ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي.»
رحیمي زیاته کړې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ولایتونو او زیانمنو سیمو ته د ارزونې او مرستې رسونې لپاره معلوماتي ډلګۍ استولې دي.
هغه وايي: «د موسسو او دولتي ادارو په همکارۍ تېره یو میاشت کې ۴۰ زره کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشل شوې او دغه لړۍ دوام لري.»
[/restrict]
Views: 139
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن