فراه (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د هوا سړې څپې له امله د غنمو او اوربشو په زرګونه جریب کښتونه له منځه تللي دي.
د فراه د کرنې رییس مولوي عبدالمؤمن فیصل پژواک خبري آژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سړې هوا د غنمو او اوربشو شاوخوا ۷۵ زره جریب کښتونه له منځه وړي دي
هغه په دې اړه له جزئیاتو ورکولو پرته وویل، د دوی د معلوماتو له مخې، بزګرانو ته له دې امله شاوخوا ۵۷ میلیون ډالر زیان رسېدلی دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، له یادو کروندګرو سره د مرستې لپاره یې د کرنې له وزارت او موسسو سره خبرې کړې خو تر اوسه يې کومه ژمنه نه ده ترلاسه کړې.
بلخوا، د فراه یو شمېر کروندګر هم وايي چې سړې هوا یې کښتونه خراب کړي او زیاتوي چې حکومت دې مرسته ورسره وکړي.
د فراه د مرکز اړوند تویسک سیمې اوسېدونکي سلطان وویل: «د غنمو ۴۰ جریب کرونده مې چې ۸۰ زره افغانۍ لګښت پرې شوی و، یخ وهلې ده.»
هغه هم له حکومته وغوښتل څو له زیانمن شوو بزګرانو سره مرسته وکړي.
د محمود په نوم یوه بل بزګر هم وویل چې د تېرو ورځو سړې هوا يې د غنمو کښتونه خراب کړي او په وینا يې، د کال خواري يې پر اوبو لاهو شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «څه پیسې مې چې درلودې، د غنمو په کرلو مې مصرف کړې وې، اوس پیسې نه لرم چې بل کښت وکړم، له حکومت او مرستندویه نهادونو مو هیله دا ده چې زموږ لاسنیوی وکړي.»
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تودوخې درجه تر منفي ۳۰ ورسېده چې له امله يې خلکو سخت زیانونه اوښتي دي.
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن