فېروزکوه (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): د غور روغتيايي مسوولين وايي چې د تېر میلادي کال په اوږدو کې په دغه ولایت کې شاوخوا شپږ سوه ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٢٧ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غور ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکټر محمدموسی الفت پژواک خبري اژانس ته وویل: «په ۲۰۲۲ کال کې په روغتون کې د ثبت شوو شمېرو له مخې، له بده مرغه ۲۷ ماشومان د شري شدیدې ناروغۍ له امله مړه او ۶۲۷ نور پرې اخته شوي چې له درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.»
بلخوا، د غور عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګلاحمد ساحل وايي، دوی هڅه کړې چې په ډېرو سیمو کې د شري واکسین په تطبیق او د روټین خدمتونو په پیاوړي کولو سره د دې ناروغۍ د لا پراخېدو مخه ونیسي.
په غور کې ډاکټران وايي، په ماشومانو کې د شري ناروغۍ نښې تبه، ټوخی، پر بدن سرې لکې، د پزې بهېدل او په سترګو کې ستونزې دي.
هغوی له یادې ناروغۍ د ځان ژغورنې لپاره د ماشومانو پر پاک ساتلو، سالمه تغذیه او دغه راز په ساړه موسم کې د ګرمو جامو پر اغوستلو ټینګار وکړ او له کورنیو یې وغوښتل چې دا ټکي په پام کې ونیسي.
په ورته وخت کې د غور ځیني اوسېدونکي د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست هڅې ستايي او وايي، د شري ضد واکسين په تطبيق او ښې رسېدنې سره تر ډېره پر دې ناروغۍ د ماشومانو اخته کېدو مخه نيول شوې ده.
د غور د مرکز فېروزکوه ښار يو اوسېدونکى عیدمحمد وايي چې په تېرو کلونو کې دغه ناروغي د ډېرو ماشومانو د مړينې لامل شوه، خو سږ کال يې د یاد ولايت د عامې روغتيا رياست په هلو ځلو تر ډېره پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوی شوی دی.
د فېروزکوه ښار يو بل اوسېدونکی عبدالبصير هم له ځايي او مرکزي چارواکو غوښتنه کوي چې د بېلابېلو ناروغيو، په ځانګړې توګه د شري ناروغۍ مخنيوي لپاره دې لازم تدابير ونيسي، څو دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.
خو د غور ځايي چارواکي وايي، سږ کال يې د شري کومه پېښه نه ده ثبت کړې او د شري ضد واکسين کمپاين په پلي کولو او د خلکو په پوهاوي سره يې د ماشومانو اخته کېدو مخنیوی کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP