جلالاباد (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي، د دغه ولايت دولتي روغتيايي مرکزونو ته له شته امکاناتو ډېر خلک مراجعه کوي، خو دوی هڅه کوي چې د امکاناتو زياتولو ترڅنګ له شته هغو په ګټې اخيستنې ټولو مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کړي.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدرحيم قلندري دا څرګندونې نن (سهشنبه) د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
هغه وويل، په دغه ولايت کې د څلورو لويو ولايتي روغتونونو په ګډون ۲۷۳ روغتيايي مرکزونه موجود دي چې ټول يې له خپلو امکاناتو زياتو وګړو ته خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړی وايي: «په دغه ولايت کې ۲۷۳ روغتونونه، روغتيايي مرکزونه، کلينيکونه او ګرځنده روغتيايي ټيمونه شته چې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي؛ يوازې په ولايتي حوزوي روغتون کې ۶۷۰ بستره لرو چې اوسمهال پکې شاوخوا ۱۲۰۰ ناروغان بستر دي.»
د هغه په خبره، د تېر یوه کال پر مهال یې په ننګرهار کې درې نوي روغتيايي مرکزونه په اساسي ډول جوړ کړي دي.
قلندري همدارنګه زياته کړه، په ننګرهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې کمې شوې او د لا کمښت په موخه يې ميندو او ماشومانو ته د واکسيناسيون لړۍ هم پيل کړې ده.
د روغتيا رييس وايي، له خصوصي روغتيايي خدمتونو يې پلټنې روانې دي چې په تېر يوه کال کې يې پنځه ټنه بېکیفیته او تاریختېري او غیر راجستر شوي درمل راټول کړي دي.
د هغه په وينا، په را روان اوړي کې د ملاريا مخنيوي لپاره يې د پشهخانو د وېش چارې ترسره کړې چې تر اوسه يې په ۱۴ ولسواليو کې یو ميليون او ۱۳۰ زره پشهخانې وېشلې دي.
هغه وويل، د ۲۰۲۲ کال پر مهال ۹ ميليون ماشومانو ته د پوليو واکسين او ۵۴۰۰ لويانو ته د کرونا واکسين تطبيق شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، دغهراز تېر کال په ننګرهار کې يې د څه باندې ۲۰۰۰ روږدو کسانو درملنه کړې او ډېر ژر به د روږدو د درملنې او راټولولو لوی کمپاين پيل شي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن