لښکرګاه (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ ریاست وايي، نن د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۶ کسان د غلا او نامشروع اړیکو په جرم په دورو ووهل شول.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض نن (د سلواغې ۱۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن په ګرشک ولسوالۍ کې د محکمې له خوا ۱۶ کسانو ته د غلا او نامشروع اړیکو په جرم په دورو سزا ورکړل شوې ده.»
هغه وویل، هر مجرم له ۳۰ تر ۳۹ دورې وهل شوي دي.
د یادونې ده، د تېرې لېندۍ په ۲۳مه هم د هلمند استیناف محکمې له خوا ۲۰ کسانو ته د مختلفو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP