نیلي، بامیان (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د دایکنډي او بامیان ولایتونو د ټولګټو ریاستونو مسوولین وایي، د دغو ولایتونو مواصلاتي لارې د واورې ورېدو له امله بندې شوې دي.
د دایکنډي د ټولګټو ریاست سرپرست لعلمحمد یوسفي پژواک اژانس ته وویل، د بامیان او دایکنډي ترمنځ قوناق کوتل لاره او همداراز د دغه ولایت د ولسوالیو لارې د واورې ورېدو له امله له تېرې ورځې راهیسې تړل شوې دي.
هغه له ټولو مسافرو او موټرچلوونکو وغوښتل چې پر یادې لارې دې تر بلې خبرتیا پورې تګ راتګ نه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټولګټو ریاست د واورې پاکولو ټيمونو د هوا په برابرېدو سره نن سهار د قوناق کوتل او د ځينو ولسوالیو د لارو واورې پاکولو کار پیل کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن