منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بامیان او دایکنډي مواصلاتي لارې د واورې ورېدو له امله بندې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۱ کتنې

نیلي، بامیان (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د دایکنډي او بامیان ولایتونو د ټولګټو ریاستونو مسوولین وایي، د دغو ولایتونو مواصلاتي لارې د واورې ورېدو له امله بندې شوې دي.

د دایکنډي د ټولګټو ریاست سرپرست لعل‌محمد یوسفي پژواک اژانس ته وویل، د بامیان او دایکنډي ترمنځ قوناق کوتل لاره او همداراز د دغه ولایت د ولسوالیو لارې د واورې ورېدو له امله له تېرې ورځې راهیسې تړل شوې دي.

هغه له ټولو مسافرو او موټرچلوونکو وغوښتل چې پر یادې لارې دې تر بلې خبرتیا پورې تګ راتګ نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټولګټو ریاست د واورې پاکولو ټيمونو د هوا په برابرېدو سره نن سهار د قوناق کوتل او د ځينو ولسوالیو د لارو واورې پاکولو کار پیل کړی دی.

دایکنډي یو له غرنیو او واورینو ولایتونو څخه دی چې د ژمي پر مهال پکې تګ راتګ ستونزمن وي.

دغه‌راز، د بامیان د ټولګټو رییس ملا عبدالخالق حقمل وایي، د واورو ورېدو او توپان له امله نن د دغه ولایت ډېرې مواصلاتي لارې بندې شوې دي.

د هغه په خبره، د کابل-بامیان لاره په حاجي‌ګک کوتل کې، د بامیان- دایکنډي لاره، د بامیان مرکز- د پنجاب او ورس ولسوالیو لاره- او د بامیان مرکز او د سیغان ولسوالۍ لاره په اقرباط کې له پرون مازیګر (د سلواغې ۱۶مه) راهیسې بنده شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د ټولګټو ریاست او قراردادي شرکتونه هڅه کوي چې بندې شوې لارې ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ خلاصې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې