کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): د راپورونو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړه شوو شمېر ۱۱۲۰۰ او د ټپیانو تر ۴۰ زرو پورې رسېدلی دی.
درې ورځې مخکې دوو پرلهپسې سختو زلزلو د سوریې سوېلختیځ او د سوریې لوېدیځې سیمې ولړزولې چې د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې ادارې معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۸ او د دویمې یې ۷.۵ و.
د ترکیې انادولو اژانس خبر ورکړی چې یادو زلزلو د دغه هېواد لس ولایتونه سخت ځپلي او درانه مالي او ځالي زیانونه یې اړولي دي.
دغه اژانس د سلواغې په ۱۹مه د دولتي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په ترکیه کې د زلزلې له امله شپږ زره کسان مړه او ۳۵ زره نور ژوبل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه راز له پنځه زره زیات کورونه او دنګې ودانۍ ړنګې شوې، زرګونه کسان ژغورل شوي او زرګونه نور اوس هم تر ړنګو ودانیو لاندې دي.
له بلې خوا د بي بي سي د راپور په حواله، تازه معلومات ښيي چې په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر اوس له ۱۱۲۰۰ اوښتی دی.
سرچينه زياتوي، ترکي چارواکي وايي چې څه باندې ۸۵۰۰ کسان یواځې په ترکیه کې وژل شوي دي.
سرچينه کاږي، په سوريه کې د څه باندې ۲۶۰۰ کسانو د وژنې تایيد شوی دی.
بلخوا نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چې په سوریه کې هم د زلزلې له امله تر پنځو زرو ډېر ژوبل شوي دي.
په ترکیه کې مېشتو ځینو کسانو رسنیو ته ویلي چې د زلزلې له امله لسګونو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده خو د افغانستان د سفارت په دې اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
د یادونې ده، دا شمېرې نهايي نه دي او د زياتېدو اټکل یې شته.
له بلې خوا الجزيرې شبکې د ترکيې او سوريې د چارواکو په حواله ليکلي چې تر اوسه پورې په ترکيې کې ۸۵۷۴ تنه او سوريې کې ۲۵۳۰ تنه له خاورو راوېستل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP