Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د سختې واورې ورېدو له امله د لسو ولسوالیو لارې د ولایت له مرکز سره تړل شوې دي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۱): د بدخشان په مرکز او ځینو ولسوالیو کې له تېرې شپې راهیسې د واورې ورېدو له امله، د لسو ولسوالیو لارې د دغه ولایت له مرکز سره تړل شوې دي.

د راپورونو له مخې، د راغستان، کوهستان، یاوان، نسي، شکي، مایمي، کوف اب، خواهان، واخان او شغنان ولسوالیو لارې د بدخشان له مرکز سره تړل شوې دي.

د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو له پژواک اژانس سره په ټېلیفوني اړیکه کې وویل چې د سختې واورې ورېدو او پرله‌پسې برف کوچونو له امله له مرکز سره د دوی د ولسوالیو لارې بندې شوې دي.

د راغستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمد ولي له ځايي مسوولینو وغوښتل چې د دغو لارو خلاصولو برخه کې اقدام وکړي.

په همدې حال کې، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي تاییدوي چې تر اوسه له ۱۰ ډېرو ولسوالیو لارې د ولایت له مرکز سره تړل شوې دي.

هغه وايي، لا هم په ځینو سیمو کې واوره ورېږي او سیمه‌ییزه اداره د خلکو ستونزو ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.

احمدي زیاته کړه: «په وروستیو درېیو ورځو کې د پرله پسې واورې ښوېیدو له امله درې هېوادوال په راغستان ولسوالۍ کې ټپیان شوي او لږ تر لږه دوه کسان د راغستان په سیا اب کلي کې او د بدخشان په نورو سیمو کې شهیدان شوي دي او د دغه شمېر د تغییر امکان شته.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.