Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې ۱۸ نوې تاریخي سیمې ثبت شوې دي

کلات (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په یوه تازه ګام کې یې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د تاریخي ابدو په توګه ۱۸ سیمې مشخصې او ثبت کړې دي.

د یاد ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر عبدالولي بشرمل پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې د جګړو او ناامنیو له مله د دغه ولایت تاریخي سیمو ته پام نه و شوی خو په دې وروستیو کې یې د تاریخي ابدو او میراثونو د ثبت او ساتلو لړۍ چټکه کړې ده.

دی وايي، تازه یې په دغه ولایت کې یو شمېر سیمې د تاریخي ابدو په توګه مشخصې او ثبت کړې دي.

هغه زیاته کړه: «له دې مخکې په زابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره ۱۰ تاریخي ابدې ثبت وې خو تازه ۱۸ نورې سیمې هم دغه نوملړ ته ور زیاتې شوې چې د تاریخي سیمو یا میراثونو په توګه پېژندل شوې دي.»

د دغه په خبره، دغه تازه ثبت شوې سیمې د مرکز کلات ترڅنګ په شاه جوی، شملزو، شینکۍ، اټغر او نوبهار ولسوالیو کې دي چې قدامت یې سلګونو کلونو ته رسېږي.

نوموړي وویل: «په دغو سیمو کې په مرکز کلات کې د شیخ مټي بابا زیارت، په شاه‌جوی کې د سلطان ملخي کلا، په شملزو کې د شهیدانو هدیره، د کجرو تاریخي لار او سوات غر، په شینکۍ کې د ملکیار بابا هدیره، په اټغر کې د حسن نیکه زیارت، په نوبهار کې د کټه بابا زیارت، د معافانو کلی او غونډان غر شامل دي چې د ځینو مخینه تر اتو پېړیو رسېږي.»

بشرمل وايي، په دغه لړ کې یې له اړوند وزارته غوښتي چې دغه ولایت ته لرغون پوهان ور ولېږي څو د تازه ثبت شوو تاریخي سیمو په اړه څېړنه وکړي.

د ده په وینا، په دغه ولایت کې نورې تاریخي سیمې هم شته چې دوی یې د مشخصولو او ثبتولو هڅې کوي.

په خپله د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحنان جابر وايي چې د تاریخي سیمو د ثبت ترڅنګ د هغو ساتلو او ترمیم ته هم پام کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، تاریخي سیمې په ټولو پورې اړه لري، په دې برخه کې خلک هم مسوولیت لري څو د دغو شریکو تاریخي میراثونو په خوندیتوب کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د زابل اوسېدونکي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه اقدام هرکلی کوي او په دې برخه کې د لا ډېرو هڅو غوښتونکي دي.

د مرکز کلات یوه اوسېدونکي بشیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په لرو سیمو کې ډېرې تاریخي سیمې شته چې سلګونه کلونه لرغونتیا لري خو تر اوسه یې ثبتولو او ساتلو ته پام نه دی شوی.

دی زیاتوي، اوس چې امنیت ټینګ شوی، په کار ده تاریخي سیمې په داسې بڼه ثبت او وساتل شي چې کورني او بهرني سیلانیان یې لیدو ته ورشي.

د یادونې ده، په تېرو کلونو کې د زابل اوسېدونکو په وار وار شکایتونه کړي چې ګواکې د دغه ولایت تاریخي ځایونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.