Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار ګمرک رییس: د درملو ګمرکي مراحلو ترسره کېدو کې هیڅ ډول ځنډ نه دی راغلی

د کندهار ګمرک رییس: د درملو ګمرکي مراحلو ترسره کېدو کې هیڅ ډول ځنډ نه دی راغلی

author avatar
23 Feb 2023 - 15:40
د کندهار ګمرک رییس: د درملو ګمرکي مراحلو ترسره کېدو کې هیڅ ډول ځنډ نه دی راغلی
author avatar
23 Feb 2023 - 15:40

کندهار (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د کندهار ګمرک مسوولین د سوداګرو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د درملو ګمرکي مراحل ژر نه ترسره کېږي او د ډېرې مودې لپاره په ګمرک کې بند پاتې وي.

د کندهار د ګمرک رییس وايي، د درملو ګمرکي مراحلو ترسره کېدو پروسه په عادي ډول روانه ده خو د خوړو او درملو ملي اداره یوازې هغه درمل توقیفوي چې د «بيلټي» په ډول له قانوني اسنادو او د کمپنۍ له رسمي جواز پرته راوړل کېږي.

څو ورځې مخکې د کندهار د درملو سوداګرو ټولنې مشر عبدالبصیر پیمان پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د دغه ولایت په ګمرک ریاست کې له تېرو شاوخوا دوه‌نیمو میاشتو راهیسې پر درملو بار ۱۵۰ موټر ولاړ دي چې تر اوسه یې ګمرکي پړاوونه نه دي ترسره شوي.

ده یادونه کړې وه، که دغه درمل ژر محصول نه شي او سوداګرو ته یې د لېږد اجازه ور نه کړل شي نو کیفیت ته به یې زیان ورسېږي.

خو د کندهار د ګمرک رییس مولوي محمدحامد احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه ادعاوې چې ګواکې د دغه ولایت په ګمرک کې د درملو طی‌مراحل نه کېږي، هیڅ حقیقیت نه لري.

هغه زیاته کړه: «یوازې شاوخوا سل موټره هغه درمل چې د بېلټي په ډول راوړل شوي وو او د خوړو او درملو ملي ادارې له لوري توقف شوي وو، د یادې ادارې، کندهار اقتصادي شورا، او درملو اتحادیې له ګډې پرېکړې او ولایت مقام له مکتوب وروسته د خوړو او درملو ادارې له لوري د یو ځل لپاره اجازه ورکړل شوه او ټول له ګمرک څخه ووتل.»

دی وايي، اوس مهال د خوړو او درملو ملي ادارې له خوا یوازې هغه درمل توقف کېږي چې د بیا لپاره د بېلټي په ډول راوړل شي.

د هغه په خبره، د هېواد په کچه د خوړو او درملو تجزیه او توقف د خوړو او درملو ملي ادارې دنده او مسوولیت دی؛ دغه اداره په خپلو کړنو کې خپلواکه ده او له ګمرک سره هیڅ تړاو نه لري.

نوموړي وویل، یاده اداره هڅه کوي څو د واردېدونکو درملو او خوړو له کیفیت او مصوونیت څخه ځان ډاډمن کړي.

د ګمرک رییس وايي، مخکې درمل د وزن له مخې محصولېدل خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د اسکوډا سیسټم پر اساس د «ټي‌سي کوډ» له مخې محصولېږي چې دا چاره په هیڅ توګه د درملو په ګمرکي طی مراحل کې د ځنډ لامل نه کېږي.

د ده په خبره، په اصل کې ستونزه د خوړو او درملو ملي ادارې او سوداګرو ترمنځ ده؛ ځکه سوداګر تکراراً درمل د بیلټي په ډول راوړي خو اړوند اداره دغسې درملو ته اجازه نه ورکوي.

دی زیاتوي، اوس هم په ګمرک کې یوه اندازه درمل پاتې دي چې په ناقانونه یا د بیلټي په ډول راوړل شوي خو کره اندازه یې معلومه نه ده.

دغه راز د خوړو او درملو ملي ادارې رییس حافظ حمیدالله وايي، سوداګر باید یوازې هغه درمل راوړي چې فورم، انوایس او انالایز راپور ولري څو د قیمت او کیفیت کنټرول یې په ښه ډول وشي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په وار وار له سوداګرو غوښتنه کړې چې د بیلټۍ په شکل د درملو واردول بند کړي؛ ځکه دا کار غیرقانوني او غیر اصولي دی.

ده زیاته کړه: «موږ ډېر واره اتحادیې او دواوو والا ته ویلي چې هېواد ته د بیلټۍ په ډول د دواوو راوړل بند کړئ؛ ځکه دا کار غیرقانوني او غیر اصولي دی، یوازې د هغو کمپنیو دوا راوړئ چې د قیمت او کیفیت کنټرول یې موږ ته مشکل نه جوړوي.»

دی وایي، د لابراتوار تجزیه ډېره مهمه ده؛ ځکه دا یوه دروازه ده؛ یعنې هغه څه چې له بهره راوړل کېږي، باید په ښه ډول یې د کیفیت کتنه وشي.

د خوړو او درملو ادارې رییس په کندهار کې د لابراتوار نشتوالي په اړه وویل، په دې برخه کې لا هم ستونزه شته خو له دوی سره ژمنه شوې چې دلته به ډېر ژر د درملو او خوړو د تجزیې لابراتوار جوړ شي.

د هغه په خبره، دا مهال داسي درمل په ګمرک کې نشته چې د دوی له خوا یې طی مراحل پاتې وي یا یې تجزیه نه وي شوې خو که پاتې وي، خپله د درملو شرکت د ستونزو له امله به پاتې وي.

هغه زیاته کړه، پخوا پر دې لار د بیلټۍ شکل ډېر درمل راوړل کېدل خو اوس یې دوی په جدي ډول مخنیوی کوي؛ ځکه په داسې شکل د درملو واردول د کیفیت او قیمت له مخې لوی زیان دی.

د معلوماتو له مخې، افغانستان ته په کلني ډول د یو ملیارد ډالرو په ازرښت درمل واردېږي چې ۷۸ سنله یې یوازې د کندهار له لارې راوړل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.