کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایي، کابل ته یې د سفر په ترڅ کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې هغوی ژمنه وکړه چې له فساد او نشهیي توکو سره به مبارزه کوي.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون نن (یکشنبه) په کابل کې یوه خبري ناسته کې د خپل پنځه ورځني سفر راپور وړاندې ورکړ.
په دې ناسته کې د اروپایي ټولنې سرپرست استازي رافایلا یودیچي هم حضور درلود.
توماس نیکلسون وویل، افغانستان ته په سفر کې یې د دغه هېواد د سرپرست حکومت له چارواکو، سیاسیونو او خبریالانو سره لیدلي دي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره یې په لیدنه کې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې او د هغه په خبره، له سرپرست حکومت سره تعامل لپاره وخت ته اړتیا ده.
نوموړي وویل، د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي با مسوولیته دي او د خپلو خلکو پر وړاندې ځان مسوول ګڼي.
د نوموړي په باور، د افغانستان د ټولو ستونزو د حل یوازېنۍ لار بینالافغاني خبرې دي او دغه هېواد یوه ټولګډونه حکومت ته اړتیا لري.
هغه وویل چې د افغانستان له ۲۸ میلیون ډېر خلک چې ډېری یې له اووه کلونو کم عمره ماشومان جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه چې په بهرنیو او کورنیو موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو لګول د مرستو وېش له ستونزو سره مخ کړی او د دغې موضوع په اړه یې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې دي.
هغه زیاتوي چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو نشتوالی د «اندېښنې وړ» دی او دا چاره د بشري مرستو رسولو برخه کې منفي اغېزې لري.
نوموړي وویل، د افغانستان خلکو لپاره به د اروپایي ټولنې مرستې دوام ولري.
د هغه په خبره، نړۍواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره د مرستو ترڅنګ باید د دغه هېواد د اقتصاد باثباته کېدو لپاره هم هڅه وکړي او د افغانستان اقتصادي ثبات لار پیدا شي.
هغه وویل، د افغانستان پر بانکي سیستم لګول شوي بندیزونه پر یوې معضلې بدل شوی خو معلومات ښيي چې د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی.
دغهراز د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست ملا خیرالله خېرخواه سره په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د هغه په خبره، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ژمنه کړې چې رسنۍ به ازادې وي، د رسنیو اقتصادي ستونزو او د خبریالانو ستونزو ته به رسېدنه وشي.
نیکلسون د خپلو خبرو په پای کې وویل، سرپرست حکومت ژمنه کړې چې له داعش سره به مبارزه کوي او د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.
د یادونې ده، اروپایي ټولنې له دې مخکې هم په افغانستان کې د امنیت پر ټينګښت خوښي ښودلې وه او ویلي وو چې اوس په افغانستان کې په اقتصادي، امنیتي، د فساد له منځه وړلو او د روږدو راټولولو برخو کې ښه پرمختګونه شوي چې د ستاینې وړ دي.
د لوړو زدهکړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه د نجونو لوړې زدهکړې تر امر ثاني و ځنډولې او د اقتصاد وزارت په نادولتي موسسو کې د ښځو کار د مرغومي په ۳مه وځنډاوه.
دا په داسې حال کې دی چې اسلامي امارت ویلي، د نجونو د زدهکړو په اړه پرېکړه لنډمهالې ده او د زمینې په برابرېدو سره به دغه اندېښنې هوارې شي.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن