[restrict paid="true"]
مزارشریف (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوې نښتې پر مهال دوه وسلهوال غله وژل شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري د کب په ۱۷مه پژواک اژانس ته وویل، څلور وسلهوال غله چې غوښتل یې د مزارشریف ښار په کارته صلح سیمه کې له یوه بلاک څخه غلا وکړي، نن غرمه ۱۲:۳۰ دقیقې دوه کسان یې له امنیتي کسانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول.
وزیري زیاتوي، دوه نور یې په تېښته بریالي شوي او امنیتي ارګانونه یې د نیولو په هڅه کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د بلخ مرکز مزارشریف اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ۸ وسلهوال له امنیتي کسانو سره په نښته کې وژل شوي دي. د مسوولینو په وینا، وژل شوي کسان «باغیان» او انسانتښتوونکي وو.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP