کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایرانه وارد شوي ۱۸ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه او نیمروز له بندرونو بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، په دغه بېکیفیته تېلو کې ۱۶ ټانکره د فراه او دوه نور د نیمروز له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
له دې مخکې هم څو ځله بېکیفیته تېل ایران ته ګرځول شوي دي او په دې لړ کې د روانې کب میاشتې په ۱۵مه هم له ایرانه وارد شوي ۷۹ ټانکره بېکیفیته ډېزل د هرات له اسلامکلا بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي وو.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن