[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره د کب په ۲۵مه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، متحده عربي اماراتو او جاپان په ګډه د یوناما ماموریت غځولو مصوبه جوړه کړې وه او د امنیت شورا غړو ته یې وړاندې کړه چې هغوی د رایو په اکثریت سره تایید کړه.
سرچینې زیاته کړې، د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې غځول شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالتونو سرپرست استازي رابرټ ووډ د افغانستان وضعیت ته په کتو تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، د هغوی ګډون او د سولې او ثبات په برخو کې د یوناما رول مهم وګاڼه.
هغه څه موده مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت ډېر مهم دی.
نوموړي وړاندیز کړی و چې امنیت شورا باید یوناما د افغانستان د خلکو لپاره د «ژغورنې لارې» په توګه وساتي.
په کابل کې د یوناما دفتر هم په یوه ټویټ کې د یادې پرېکړې پخلی کړی دی.
UN Security Council today unanimously adopted resolution 2678, extending UNAMA’s mandate until 17 March 2024. The Council stressed the critical importance of UNAMA’s continued presence in #Afghanistan. pic.twitter.com/Sq63pdxG4N
— UNAMA News (@UNAMAnews) March 16, 2023
بلخوا، د چین استازي د یوناما د ستایلو ترڅنګ وویل، په افغانستان کې د یوناما ماموریت د سولې، ثبات، اقتصادي غوړېدا او ټولنینزو چارو لپاره مهم دی.
هغه له یوناما څخه وغوښتل چې د دغو موخو ترلاسه کولو لپاره متوازن چلند غوره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي بیا وویل چې په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت حیاتي دی.
هغه ټینګار وکړ، د امنیت شورا غړو له لوري د رایو په اکثریت سره د یوناما د ماموریت تمدید به د افغانستان خلکو ته دا پیغام ورکړي چې نړۍواله ټولنه یې ترڅنګ ولاړه ده.
همداراز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیراحمد فایق د یوناما د ماموریت غځول وستایه او دا پرېکړه یې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو، بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو د درناوي لپاره مهمه وبلله.
فایق هیله وښوده چې په څو میاشتو کې یاد اهداف ترلاسه شي.
یوناما چې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت بلل کېږي، په ۲۰۰۲ زېږدیز کې د افغان حکومت د غوښتنې پر اساس په افغانستان کې فعالیت پیل کړ او له هغه راهیسې هر کال یې ماموریت تمدیدېږي.
[/restrict]
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن