کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان مرکزي بانک نن (سه شنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو- چې پر شرایطو برابر وي- غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
د افغانستان بانک په داسې حال کې د نوي کال له پیل سره سبا د وري په ۲مه د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې په دې موخه په ۷۱ ځلونو کې ټولټال ۹۷۸ میلیون او ۵۰۰ زره امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.
Views: 14
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP