ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

author avatar
21 Mar 2023 - 15:21
د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي
author avatar
21 Mar 2023 - 15:21

کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان مرکزي بانک نن (سه شنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو- چې پر شرایطو برابر وي- غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د افغانستان بانک په داسې حال کې د نوي کال له پیل سره سبا د وري په ۲مه د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې په دې موخه په ۷۱ ځلونو کې ټولټال  ۹۷۸ میلیون او ۵۰۰ زره امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.