مزارشريف-ګرديز (پژواک، ١٣ ورى ١۴٠٢): امنيتي مسوولين وايي، په بلخ او پکتيا ولايتونو کې ١٣٠ ميله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري پژواک اژانس ته وويل، په تېرو څلورو ورځو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په شولګر، چهارکنت او مارمل ولسوالیو کې درې د وسلو او مهماتو زېرمې کشف او ترلاسه شوې دي.
د وزیري په وینا، له يادو زېرمو ٦٣ بېلابېلې وسلې ترلاسه شوې چې پکې راکټ، پیکا، کلاشینکوف، تومانچې او نور شامل دي.
هغه وويل چې د يادو وسلو د ساتنې په تور درې کسان هم نيول شوي دي.
دغهراز د يو بل خبر له مخې، په پکتيا کې هم لسګونه وسلې ترلاسه شوې دي.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک ته وويل: «تېر ماښام د ميرزکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو له لوري د عملياتو په پايله کې ٦٧ ميله وسله ترلاسه شوې چې ١٨ ميله يې کلاشينکوف او ٤٩ ميله يې تومانچې دي.»
نوموړى وايي، دغه وسلې په يوه موټر کې ځاى پرځاى شوې وې او په تړاو يې يو سړى او يوه ښځه نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په پکتيا کې لسګونه ميله غيرقانوني وسلې کشف او ترلاسه شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP