غزني ښار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): د غزني امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د لاسيبم چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د ياد ولایت امنیې قومندانۍ ویاند مولوي ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه پرون ماښام مهال شاوخوا ۶ بجې د ناور ولسوالۍ د برجګي درې په ګلزار سيمه کې د شاخان په کور کې هغه مهال شوې چې ماشومانو پر یوه لاسي بم لوبې کولې.
د هغه په خبره، په پېښه کې یو هلک او یوه نجلۍ چې یو ۵ او بل ۶ کلن دي، وژل شوې دي.
هغه زیاته کړه، یاد لاسي بم له تېرو جګړو پاتې و او ماشومانو له نورو زړو وسپنو سره راټول کړی و.
څه باندې دوه اونۍ مخکې (د وري ۳مه) هم د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د کوچیانو په یوه خېمه کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP