ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا: ویسټ د ستونزو حل لپاره په ګډه د مناسبې لار پیدا کولو ډاډ راکړی

اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا: ویسټ د ستونزو حل لپاره په ګډه د مناسبې لار پیدا کولو ډاډ راکړی

author avatar
16 Apr 2023 - 13:53
اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا: ویسټ د ستونزو حل لپاره په ګډه د مناسبې لار پیدا کولو ډاډ راکړی
author avatar
16 Apr 2023 - 13:53

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وایي، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له افغان چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي او هغه هم ویلي چې د ګډ کار له لارې باید ستونزو ته مناسبه لار پیدا شي.

د دې شورا مشر عبیدالله صدرخېل پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د یادې شورا غړو د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره په اماراتو کې لیدلي دي.

هغه زیاته کړې چې په دې ناسته کې د افغانستان د اقتصاد، بانکونو، روغتیا، خوراکي توکو، د ښځو او نجونو زده‌کړو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

د نوموړي په خبره، د غونډې ګ‌‌‌‌‌‌ډوڼوالو له توماس ویسټ څخه وغوښتل چې د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي، څو شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

صدرخېل زیاته کړې: «توماس ویسټ موږ ته ډاډ راکړ چې موږ به په ګډه کار وکړو څو د هغو ستونزو د حل لپاره یوه مناسبه لاره پیدا کړو چې افغان سوداګر او افغان ولس، په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول مېرمنې ورسره مخ دي.»

هغه لیکلي: «په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا په استازیتوب، ما له ښاغلي ویسټ څخه مننه وکړه چې د افغانانو د پاسپورټونو ستونزې په حل کولو او په بهر کې چاپ شوي د افغانیو نوو بانک نوټونو په رالېږلو کې یې مرسته وکړه.»

توماس ویسټ له یو شمېر افغان مشرانو او ځایي چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو د خبرو لپاره قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته په سفر راوتلی دی.

هغه پرون په قطر کې د افغانستان له یو شمېر سیاسي مشرانو، پخوانیو چارواکو، مدني فعالانو او د ښځو له استازو سره خبرې کړې دي.

ويسټ ویلي چې د یادې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې له «جګړې» سره مخالفت اعلان کړ او په دغه هېواد کې یې د حل‌لارې په توګه له خبرو اترو ملاتړ وکړ.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.