کندهار (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د کندهار د پوهنې ریاست وايي، د موسسو ټول تعلیمي پروګرامونه څېړل کېږي او د اختلافي مواردو تر حل کېدو به په دې برخه کې د هغوی فعالیتونه بند وي.
سرچینه وايي: «د تعلیمي موسساتو پر فعالیتونو ځيني ملاحظات شته، ځکه د ټولو محلي ټولګیو فعالیتونه درول شوي دي.»
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند وکیلاحمد متوکل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې اوسمهال له ۵۰۰ ډېر سیمهییز ټولګي فعال وو، خو د زدهکوونکو د شمېر په اړه یې معلومات نشته.
د هغه په وینا، د یادو ټولګیو د بندولو لامل دا دی چې د پوهنې وزارت د هغو پر فعالیتونو ځيني ملاحظات لري او په دې اړه په لوړه کچه بحثونه روان دي.
متوکل زیاته کړه: «محلي صنفونه تر امر ثاني پورې معطل شوي؛ ځکه د موسساتو پر فعالیتونو ځيني ملاحظات شته او په دې اړه په لوړه کچه بحثونه روان دي، دغه بندیز د لنډې مودې لپاره دی.»
بلخوا، د سیمهییزو ټولګیو یو شمېر ښوونکي له پوهنې وزارته غواړي چې پر دې پرېکړې دې له سره غور وکړي؛ ځکه د دوی په وینا، د دغو ټولګیو دوامداره بندېدل به پر ټولنې منفي اغېزې وکړي.
د خیرمحمد په نوم یو ښوونکی وايي: «کله چې ماشومان له زدهکړو بېبرخې کېږي، هغوی په ښه او بد نه پوهېږي؛ نو زموږ غوښتنه دا ده چې هره ستونزه وي هغه ژر حل شي او دغه ټولګي دوامداره بند نه شي.»
هغه زیاته کړه، له دغه بندیز سره نه یوازې ماشومان له زدهکړو محرومېږي، بلکې هغه ښوونکي چې له دې لارې خپله نفقه برابروي هم بېروزګاره کېږي.
د کندهار اوسېدونکي، قومي مشران، دیني عالمان او فعالان هم وايي چې پر دې پرېکړې دې بیا غور وشي.
قومي مشر حاجي عبدالاحد په دې اړه وایي: «د زدهکوونکو لپاره باید زدهکړې دوام ولري، که په دې کې کوم مشکل وي هغه دې دوی خپله حل کړي، خو زدهکړې باید بندې نه شي.»
دغهراز مدني فعالان هم وایي، اوس چې په هېواد کې امن دی او د تعلیم پر وړاندې د ناامنۍ کوم خنډ نشته، نو باید په هیڅ صورت د زدهکړو دروازې ونه تړل شي.
یو ټولنیز فعال محمد محسن په دې اړه وایي: «اوس خو د تعلیم پر وړاندې هیڅ خنډ نشته، نو زموږ هیله دا ده وزارت چې هر ډول ملاحظات لري، هغه باید ژر حل کړي او د لسګونو زره زدهکوونکو پر مخ د تعلیم دروازې خلاصې کړي.»
د زدهکوونکو والدین هم وايي، اولادونه یې د دوی د سترګو پر وړاندې زدهکړې کوي او دوی په دې برخه کې کومه ستونزه نه ویني.
د ارغنداب ولسوالۍ یو اوسېدونکی خیالمحمد وایي، ماشومان یې له کوڅې او بېځایه ګرځېدو څخه راګرځول شوي وو او په سیمهییزو ټولګیو کې یې ډېر څه زده کړي دي، نو باید بند نه شي.
د سیمهییزو ټولګیو زدهکوونکي هم له حکومته غوښتنه کوي چې ټولګي یې باید بند نه شي؛ ځکه په وینا يې چې په ډېری سیمو کې ښوونځي کم دي او ټول ماشومان ښوونځيو نه شي تلای.
د سیداحمد په نوم یو زدهکوونکی وایي: «زموږ څخه مکتب لرې دی او موږ نه شو ورتلای، دلته مو محلي صنف د کور څنګ ته و، نو اوس به له موږ څخه مکتب پاتې شي، موږ غواړو چې دغه صنفونه بند نه شي.»
په کندهار کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق(UNICEF) ، د ماشومانو خوندیتوب ادارې(Save the children) ، د افغانانو لپاره د مرستو همغږي کولو موسسه (COAR) او ځینو نورو بنسټونو د سیمهییزو ټولګیو په برخه کې فعالیت درلودل.
د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په کندهار ولایت کې په شاوخوا ۵۰۰ فعالو سیمهییزو ټولګیو کې ۲۰ زره ماشومانو زدهکړې کولې چې دا مهال ترې بېبرخې شوي دي.
د سیمهییزو ټولګیو د بندېدو پرېکړه داسې مهال کېږي چې د پوهنې ریاست وایي، په ولسوالیو کې یې ډېر شمېر بند ښوونځي بیا ځلي فعال کړي دي او یوازې کم شمېر د ودانیو نشتوالي له امله بند پاتې دي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن