ګردېز (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۲): د پکتیا ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې نن اووه نوو ګرځنده روغتيايي ټیمونو په فعالیت پیل وکړ.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه ټيمونه په مرکز ګردېز او زرمت، ډنډپټان او وزي ځدراڼ ولسوالیو کې د افغانستان لپاره همکاري او پرمختیا موسسې/ AADA په مالي لګښت فعال شوي دي.
د پکتیا د عامې روغتيا رییس صدرالدین عزام پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه ګرځنده ټيمونه د AADA مؤسسې په همکارۍ جوړ شوي او تمويلېږي چې له مخې به یې د يادو ولسواليو په هغو سيمو کې چې خلک له روغتيايي خدماتو څخه بېبرخې پاتې دي، خدمات وړاندې کړي.»
هغه زیاته کړه، اوسمهال یاد روغتيايي ټیمونه د مور او ماشوم د تغذيې، واکسین او ځينو نورو برخو کې خدمات وړاندې کوي.
د عزام په وینا، په پام کې ده چې په راتلونکي کې یاد ټیمونه پر ثابتو روغتيايي مرکزونو بدل شي.
په پکتيا کې د AADA مؤسسې ساحوي مسوول خان آغا مياخېل وویل: «موږ هڅه کوو چې په نورو سپينو ساحو کې هم ورته روغتيايي ټيمونه جوړ او فعال کړو.»
نوموړي وويل، له دې وړاندې هم په پکتيا کې دغه ډول ګرځنده روغتيايي ټيمونه فعال شوي وو چې په اړونده برخه کې یې مثبت تغيیرات راوستلي دي.
د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په یاد ولايت کې تر اوسه ټولټال ۲۵ نوي ګرځنده روغتيايي ټيمونه جوړ شوي او په فعاليت يې پيل کړی چې په بېلابېلو ولسواليو او لرو سيمو کې خدمات وړاندې کوي.
Views: 541
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن