ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د کلفګان ولسوالۍ خلک: هیڅ ډول انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی نه لرو

د تخار د کلفګان ولسوالۍ خلک: هیڅ ډول انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی نه لرو

author avatar
7 May 2023 - 15:52
د تخار د کلفګان ولسوالۍ خلک: هیڅ ډول انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی نه لرو
author avatar
7 May 2023 - 15:52

تالقان (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د تخار د کلفګان ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د انټرنټي خدمتونو پر نشتوالي نیوکه کوي او وایي، په وروستیو شلو کلونو کې له هیڅ دغه ډول خدمتونو څخه برخمن شوي نه دي.

د هغوی په وینا، په یاده ولسوالۍ کې نه یوازې انټرنټي خدمات نشته، بلکې د ټيټ کیفیت خدماتو وړاندې کولو له امله د اړیکو په نیولو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

په کلفګان ولسوالۍ کې یو قومي مشر حاجي محمدیاسین له پژواک سره په خبرو کې وویل: «په دغه ولسوالۍ کې ټولې مخابراتي شبکې فعالیت لري، خو هیڅ ډول انټرنټي خدمتونه نه لري چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د دغې ولسوالۍ د ډېری خلکو اولادونه په ګاونډي هېوادونو کې اوسېږي چې له هغوی سره د اړیکو نیولو په وخت کې له ستونزو سره مخ کېږي.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حاجي مراد هم د انټرنټي خدمتونو پر نشتوالي کلکه نیوکه کوي او وایي، څلور اولادونه یې په ګاونډيو هېوادونو کې کډوال دي، میاشتې کېږي چې د مخابراتي شبکو د انټرنټي خدمتونو د فعالیت نشتوالي له امله نه شي کولای چې له هغوی سره اړیکه ټینګه کړي.

نوموړي زیاته کړه: «په داسې حال کې چې هره میاشت په ګرانه بیه انټرنیټ پېرو، خو یوازې د خدمتونو نوم شته او د هیڅ ډول فعالیت شاهد نه یو، د اقتصادي ستونزو له امله د زنګ وهلو له لارې د اړیکي ټینګول هم موږ ته سخته ده، بنا موږ له مسوولینو غواړو چې د دغې ولسوالۍ د مخابراتي شبکو د خدمتونو فعالولو برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»

د کلفګان یو بل اوسېدونکی محمدنادر هم د مخابراتي شبکو د انټرنیټي خدمتونو له نشتوالي څخه اندېښنه ښيي او وایي، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي چې شمېر یې لسګونو زرو ته رسېږي، کلونه کېږي چې له انټرنیټي خدمتونو محروم دي.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې کلفګان د تخار ولایت یوه له مرکزي او په ورته وخت کې په وروستیو شلو کلونو کې تر ټولو ډېره امنه ولسوالیو څخه ګڼل کېده او د هیڅ ډول نښتو او امنیتي ګواښونو شاهده نه وه، خو د مخابراتي شبکو د مسوولینو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې اوس هم ځایي چارواکي او اوسېدونکي له خپلو ملګرو او کورنیو سره د اړیکو نیولو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ شي.

بل‌پلو، په یاده ولسوالۍ کې یو مدني فعال صلاح‌الدین ارشاد وایي، په وروستیو څو کلونو کې د ټولو مخابراتي شبکو له ډلې په کلفګان کې یوې مخابراتي شبکې خپل (3G) خدمتونه فعال کړي وو چې په دې وروستیو کې د سرعت کمزورتیا له امله د خلکو د ستونزو هیڅ برخه د انټرنیټي خدمتونو له اړخه نه حل کېږي.

هغه وایي، په یاده ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو له لوري د (4G) خدمتونو فعالېدو غوښتونکي دي.

دا نه یوازې ځایي اوسېدونکي، بلکې سیمه‌ییز مسوولین هم په یاده ولسوالۍ کې د انټرنیټي خدمتونو له نشتوالي څخه شکایت لري او د مخابراتي شبکو د مسوولینو له لوري دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

د کلفګان ولسوالۍ مرستیال مولوي غلام محي‌الدین حسام هم مني چې خلک په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو له انټرنیټي خدمتونو څخه محروم دي، خو وايي چې د فعالولو لپاره یې هڅې روانې دي.

نوموړی زیاتوي: «تر اوسه مو څو ځله د انټرنیټي خدمتونو فعالولو په اړه د خلکو شکایت د مخابراتي شبکو مسوولینو ته رسولي، خو لا هم د خلکو غوښتنې ته هیڅ ډول رسېدنه نه ده شوې.»

د هغه په وینا، په یاده ولسوالۍ کې نه یوازې انټرنیټي خدمتونه نشته، بلکې ډېری وخت د اړیکو نیولو په وخت کې هم له ستونزې سره مخ کېږي او کله اړ کېږي چې لوړو ځایونو ته وخېژي څو اړیکه یې ټینګه شي.

په ورته وخت کې، د تخار د مخابراتو ریاست اداري او مالي مدیر احمدشاه راسخ مني چې خلک په ځینو ساحو کې له انټرنیټي خدمتونو محروم دي.

خو هغه زیاته کړه چې په را روان کال کې د مخابراتو وزارت له لوري د یاد ولایت په ترټولو لرې ساحه کې د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کولو هڅې روانې دي، څو خلک له انټرنيټ څخه برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د تخار ولایت د لرو سیمو ځینو اوسېدونکو د مخابراتي شبکو د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کولو له نشتوالي څخه شکایت کړی و.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.