Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

جلال‌اباد (پژواک، ٢٦ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان له خوا د ۲۱۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

چارواکي وايي، دغه ودانۍ پر عصري وسایلو سمباله ده او مجهز لابراتوار او کمپيوټرخونه هم لري.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزي نن (د غويي ۲۶مه) پژواک اژانس ته وويل، د چپرهار ولسوالۍ د کنډي‌باغ د نجونو لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه.

هغه زياته کړه، پر يادې ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان يا IOM  ادارې ۲۱۷ زره ډالر لګښت راغلی دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.