منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۵ کتنې · تازه شوی

جلال‌اباد (پژواک، ٢٦ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان له خوا د ۲۱۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

چارواکي وايي، دغه ودانۍ پر عصري وسایلو سمباله ده او مجهز لابراتوار او کمپيوټرخونه هم لري.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزي نن (د غويي ۲۶مه) پژواک اژانس ته وويل، د چپرهار ولسوالۍ د کنډي‌باغ د نجونو لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه.

هغه زياته کړه، پر يادې ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان يا IOM  ادارې ۲۱۷ زره ډالر لګښت راغلی دی.

نوموړي زياته کړه: «ياده ودانۍ ۸ تدريسي او ۲ اداري خونې، ۴ منظم او مجهز تشنابونه چې يو په کې معيوبو زده‌کوونکو ته ځانګړى شوى، دوه دانې د اوبو ذخيرې، د کمپيوټرلېب او ساينس لېب لپاره دوه خونې او ۴۱۰ متره احاطوي دېوال لري.»

چارواکي وايي، په ننګرهار کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري چې دوی يې د مرستندويه ادارو او د دولت د بودجې پر مټ د جوړولو پلان لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه