[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): مولوي عبدالکبیر له دې امله چې ملا محمدحسن ناروغ دی، د لنډ وخت لپاره د ریاستالوزراء کفیل (سرپرست) ټاکل شوی دی.
په کابل کې له سیاسي تحول وروسته ملا محمدحسن اخند رییسالوزراء او مولوي عبدالکبیر د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وټاکل شول.
ځینو سرچینو پژواک اژانس ته وویل، چې ملا محمدحسن په دې وروستیو کې ناروغ شوی او له تېرې څه مودې راهیسې په کندهار ولایت کې وي.
د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن چې تېره اونۍ افغانستان ته راغلی و او په کندهار کې یې له ملا محمدحسن سره ولیدل.
د ریاستالوزراء یوې باوري سرچینې د غویي په ۲۶مه پژواک اژانس ته وویل، ملا محمدحسن ناروغ شوی او له رسمي دندې یې رخصت اخیستی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د اسلامي امارت مشرتابه له خوا د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لنډ وخت لپاره د ریاستالوزراء کفیل یا سرپرست ټاکل شوی دی.
د سرچینې معلوماتو له مخې، په دې اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان ټولو وزارتونو او اړوندو ادارو ته ابلاغ شوی دی.
د ریاستالوزراء سیاسي معینیت د مطبوعاتو او تشریفاتو عمومي رییس محمدحسن حقیار هم پژواک اژانس ته تایید کړه چې مولوي عبدالکبیر د لنډ وخت لپاره د ریاستالوزراء کفیل مقرر شوی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP