کابل (پژواک، ۲۹ غویي ۱۴۰۲): کورنیو چارو وزارت وایي، پرون د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درې انسانتښتونکي وژل شوي دي.
سرچینې ویلي چې په دې پېښه کې یو امنیتي کس هم برسیرن ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه پېښه تېره ورځ د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند خواجه بغرا سېمه کې شوې ده.
ده لیکلی، دغو انسانتښتونکو د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سېمې څخه یو شتمن کس تښتولی و او قصد یې درلود چې نامعلوم ځای ته یې انتقال کړي.
ټکور زیاته کړې، کله چې امنیتي کسان له دې پېښې خبر شول، انسانتښتونکي یې و څارل او د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سېمه کې یې محاصره کړل.
ده زیاته کړه چې انسانتښتونکو له امنیتي کسانو سره نښته وکړه چې په پایله کې درې واړه انسانتښتونکي وژل شوي او یو امنیتي کس هم په دغه پېښه کې برسیرن ټپي شوی دی.
Views: 70
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP