ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټکور: کابل ښار کې درې انسان‌تښتونکي ووژل شول

ټکور: کابل ښار کې درې انسان‌تښتونکي ووژل شول

author avatar
19 May 2023 - 09:20
ټکور: کابل ښار کې درې انسان‌تښتونکي ووژل شول
author avatar
19 May 2023 - 09:20

کابل (پژواک، ۲۹ غویي ۱۴۰۲): کورنیو چارو وزارت وایي، پرون د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درې انسان‌تښتونکي وژل شوي دي.

سرچینې ویلي چې په دې پېښه کې یو امنیتي کس هم برسیرن ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه پېښه تېره ورځ د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند خواجه بغرا سېمه کې شوې ده.

ده لیکلی، دغو انسان‌تښتونکو د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سېمې څخه  یو شتمن کس تښتولی و او قصد یې درلود چې نامعلوم ځای ته یې انتقال کړي.

ټکور زیاته کړې، کله چې امنیتي کسان له دې پېښې خبر شول، انسان‌تښتونکي یې و څارل او د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سېمه کې یې محاصره کړل.

ده زیاته کړه چې انسان‌تښتونکو له امنیتي کسانو سره نښته وکړه چې په پایله کې درې واړه انسان‌تښتونکي وژل شوي او یو امنیتي کس هم په دغه پېښه کې برسیرن ټپي شوی دی.

 

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.