[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د پاکستان شارژدافیرد د ریاستالوزراء له کفیل او سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو لورو سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا ته زمینه برابره شوې او دوی په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني او مل پلاوي سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني وویل، د دواړو لورو سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا ته زمینه برابره شوې او دوی په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.
د نظاماني په خبره، پاکستاني چارواکو تل له اسلامي امارت سره پر تعامل، د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدو او د بشري مرستو ډېرېدو په اړه له نړۍ سره خپل مثبت نظر شریک کړی دی.
په ورته وخت کې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره ښې او پر نېک نیت ولاړې اړیکې غواړي.
مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو د پاکستان د کوربهتوب او همکاریو په مننې ویل، اړتیا ده چې د سیمهییز ترانزیټ او په یو شمېر نورو اقتصادي برخو کې هم دواړه لوري خپلې اړیکې لا پراخې کړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال او کفيل افغانانو ته د پاکستان د وېزو د ورکړې، په هغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو د حل او په تورخم او سپين بولدک کې د تګ – راتګ په برخو کې د لا زياتو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه هم وکړه.
په پای کې د پاکستان سفیر په دې اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، د ویزې د صدور او په پاکستان کې مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په اړه به اقدامات وکړي.
د یادونې ده، د پاکستان سفیر نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم لیدلي وو.
[/restrict]
Views: 73
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن