ژبه

د ننګرهار ملکي هوايي ډګر ترمينل پرانيستل شو

جلال‌اباد (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت په ملکي هوايي ډګر کې د مسافرو لپاره ترمينل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

که څه هم تر اوسه له دغه هوايي ډګره سوداګريزې الوتنې نه دي پيل شوې، خو مسوولين وايي، له هوايي شرکتونو سره يې په دې اړه خبرې روانې دي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د غبرګولي په ۷مه د خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې د دغه ولايت د مرستیال والي مولوي محمدرباني ناصح په لاس د ملکي هوايي ډګر ترمينل چې پر ټولو اړينو وسايلو او خدماتو سمبال دی، پرانیستل شو.

په خبرپاڼه کې د مرستيال والي له قوله راغلي، د ننګرهار ولايت ملکي هوايي ډګر په بشپړ ډول الوتنو ته چمتو دی.

نوموړي د ملکي هوايي ډګر د چارو لا ښه والي، ملکي الوتنو ته د زمينې برابرېدو او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړى او په يو شمېر برخو کې یې د هوايي ډګر مسوولينو ته سپارښتنې هم کړې دي.

د ننګرهار ملکي هوايي ډګر امر رحمت‌الله شجاع وايي، ملکي هوايي ډګر يې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته فعال کړی چې تر دې دمه ورته مرستندويه ادارو شاوخوا څلور سوه الوتنې او دوه نيم زره مسافرينو ترې سفرونه کړي.

نوموړي وويل، د ملکي هوايي ډګر ترمينل يې پر ټولو اړينو وسایلو او خدماتو سمبال کړی او کولی شي چې مسافرو ته په ښه ډول خدمات وړاندې کړي.

هغه پر مرکزي ادارې او هوايي شرکتونو غږ وکړ چې ننګرهار ته الوتنې پيل کړي، څو د ختيځ زون وګړي وکولای شي په الوتکو کې سفرونه وکړي.

د ولايت مقام په خبرپاڼه کې د دغه ترمينل جوړولو د لګښت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د چارو د پيل پر مهال يې مسوولينو ويلي وو چې له شته امکاناتو به کار اخلي.

د ننګرهار هوايي ډګر په تېرو شلو کلونو کې په هېواد کې د مېشتو ناټو او امريکايي ځواکونو لويه اډه وه چې ملکي الوتنې ترې نه ترسره کېدې.