کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانانو، په ځانګړي ډول د بېخایه شوو او بېرته راستنېدونکو د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی دی.
دغه بنسټ نن په یوه ټويټ کې ویلي: «یواېناېچسيار) د جنګونو له امله د بېځایه شوو او بېرته راستنېدونکو افغانانو، کډوالو او په ټول افغانستان کې د بېرته راستنېدو او بیا ادغام لپاره لومړیتوب لرونکو سیمو کې د کوربه ټولنو ملاتړ ته ژمن دی.
په ټويټ کې راغلي، په کېدونکو مرستو کې د ټولنیزو زدهکړو او ښځو لپاره فرصتونه، د هغوی او د هغوی له کورنیو د ملاتړ په موخه پروګرامونه شامل دي.
په ټويټ کې دغه راز زیاته شوې: «د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د زیانمنونکو ښځو چې ډېرې یې بېځایه شوې، ملاتړ ته په ټول افغانستان کې دوام ورکوي.»
سرچینې لیکلي، د نانوایانو جوړول چې د ښځو له خوا پر مخ بیول کېږي، د دې کمېشنرۍ د معیشتي پروژو برخه دي، بېځایه شوو او بېرته راستنو شوو کورنیو سره مرسته کوي څو عاید ولري او اقتصادي ستونزې یې حل شي.
یواېناچسيار په دغه ټويټ کې چې د یوې نانوایې ښځې ویډیو خپره کړې، لیکل شوي، په نانوایي کې د ښځو کار هغوی ته د ارامي او هدفدرلودونکی احساس ورکوي؛ ځکه هغوی کولی شي له دې لارې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.
یوه ښځه بي بي تاجور چې په یاده نانوایي کې پر ډوډۍ پخولو بوخته ده، وایي: «ډېر بد اقتصادي وضعیت مې درلود، په تشویش کې وم چې خپل اولادونه د لوږې له امله له لاسه ورنه کړم.»
د تاجور په خبره، نانوایي کې راسره پنځه ښځې په کار بوختې دي او د خپلو کورنیو لګښت له همدې لارې تامینوي.
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن