Language

کډوالو چارو وزارت: په تېرو ٢٠ میاشتو کې ١،٣ ميليون کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، په تېرو شاوخوا شلو میاشتو کې له بېلابېلو هېوادونو یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه څرګندونې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني په کابل کې له ۴۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د مرستو د وېش په مراسمو کې وکړې.

هغه وویل، د اسلامي امارت له راتګ وروسته شاوخوا ١،٣ ميليون افغان کډوال له پاکستان، ایران، ترکیې او بېلابېلو اروپایي او عربي هېوادونو هېواد ته راستانه شوي دي.

دی وايي، د یادو افغان کډوالو له ډلې ۴۵۰ زره له ایران څخه راستانه شوي دي.

نوموړی وایي، اوس هم له ایران څخه هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه نیولې تر ۳۰۰۰ پورې افغان کډوال راستنېږي.

هغه دا هم وویل چې په تېره اونۍ کې له ۹زره  ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د حقاني د معلوماتو له مخې، په ايران کې شاوخوا څلور زره افغانان زندانيان دي چې تر اوسه دغه هېواد له دې ډلې ۱۱۰۰ زندانيان اسلامي امارت ته سپارلي دي.

د کډوالو سرپرست له هغو هېوادونو چې افغانان په کې اوسېږي، غوښتنه وکړه چې افغان کډوال دې په زور نه وباسي او خپلې خوښې ته دې پرېښودل شي.

د کډوالو سرپرست وویل چې اوس هم له اووه میلیون ډېر افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي.

دغه راز هغه زیاته کړه: «د افغانستان په کچه چې موږ څومره معلومات کړي یا دوه میلیون او یا هم زیات خلک د بېوزلۍ له ستونزې سره مخ دي خو نړۍوال دا ارقام ډېر لوړ ښيي چې سم نه دي.»

نوموړی وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چې دغو بېوزلو لپاره امکانات برابر کړي څو له غربته خلاص شي.

هغه له نړۍوالو غوښتنه وکړه چې له اړمنو افغانانو سره بنسټیزې مرستې وکړي څو ستونزې یې حل شي.

دغه راز «ښځې د افغان ښځو لپاره» موسسې د کډوالو وزارت په همکارۍ پر ۴۰۰ بېوزله مېرمنو باندې مرستې و ويشلې.

په افغانستان کې د یادې موسسې رییس فریدالدین نوري پژواک ته وویل چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، پنځه لېتره غوړي، اووه کیلو وریجې، پنځه کیلو دال، څلور کیلو بوره، یو کیلو چای، یو کیلو ممیز، یو کیلو خرما، یو کیلو مالګه او دوه قطي رب شامل دي.

Related Topics